د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه حافظان او طالب العمان فارغ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۳۷
یبزشیب

د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه طالب‌العلمان او حافظان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغه مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
د غونډې په پیل کې د یاد دارالحفاظ آمر مولوي غلام‌الرحمن منیب مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له فارغانو وغوښتل چې خپل علم د ټولنې د خدمت لپاره وکاروي او د قرآن کریم د پیغام خپرولو په برخه کې لا ډېر کوښښ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده فارغانو ته مبارکي وویله او د علم ارزښت ته په اشارې سره وویل چې علم د هرې ټولنې اساسي اړتیا ده او ټولنو ته هوساینه، ثبات او رڼا وربخښي. نوموړي زیاته کړه چې قرآن کریم د انسان د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ بشپړ لارښود دی او انسان ته د سیاست، اقتصاد، اخلاقو او ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې ښه لارښوونه کوي.
دغه راز د اسلامې زده کړو معین د پوهنې وزارت د روانو اصلاحاتو او معیاري کولو یادونه وکړه او وې ویل چې د پوهنې وزارت د تعلیمي نظام په پیاوړتیا کې له پخوا زیات ګامونه اخیستي دي. د هغه په خبره، سږ کال په کابل کې د لسمو ټولګیو د معیاري ازموینو بهیر په بریالیتوب ترسره شو او دغه لړۍ به په تدریج سره نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
همدارنګه د اسلامي زده کړو معین له حافظانو وغوښتل چې یوازې په حفظ بسنه ونه کړي، بلکې د دیني او عصري علومو په دوامداره زده کړه کې هڅه وکړي ترڅو د ټولنې د رښتینې رڼا سرچینې وګرځي.
غونډه د دعائیې په ویلو سره په پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS