د کابل ښار اړوند د پلچرخي عالي لېسې له ښوونیز او روزنیز بهیر څخه څارنه وشوه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو لاښه والي په موخه د څارنې لړۍ روانه ده. په همدې لړ کې، نن د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د یاد معینیت تخنیکي ټیم په ملتیا، د کابل ښار دولسمې ښوونیزې ناحیې اړوند له پلچرخي عالي لېسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د ښوونځي اداري او تدریسي بهیر، د درسونو کیفیت، د نصاب تطبیق، د زدهکوونکو ګډون او د ښوونکو تدریسي میتودونه له نږدې و څارل شول او د ټولګیو وضعیت، نظم او اداري همغږي هم وارزول شوه.
یاده څارنه د پوهنې وزارت د دوامداره پلان له مخې ترسره کېږي، چې په راتلونکي کې به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.
