په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره شپږ جریبه ځمکه وقف او ورته نوې ودانۍ جوړېږي 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۷
44

د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالۍ بره‌قلعه دیني مدرسې لپاره د سیمه ييزو خلکو له لوري شپږ جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د يادې ځمکې ارزښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې، چې د خلکو په مرسته د دغې مدرسې لپاره د څلورو درسي خونو یوه ودانۍ جوړه شي، چې پکې به د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه هم شامل وي.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو څلورو درسي خونو، احاطوي دېوال او د اوبو د یو حلقه څاه کيندلو لګښت هم شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د لغمان ولایت د معارف پالو خلکو له دوامداره ملاتړ څخه مننه څرګنده او دغه اقدام یې د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۹
Background image

د پکتیکا ولایت تعلیمي مرکزونو د ښوونکو تدریسي کیفیت وارزول شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو، د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې د ښوونکو تدریسي کیفیت لوړولو په موخه، د ښوونځیو له ۱۰۸۰۰ درسي ټولګیو څخه لیدنه کړې ده،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره شپږ جریبه ځمکه وقف او ورته نوې ودانۍ جوړېږي 

د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالۍ بره‌قلعه دیني مدرسې لپاره د سیمه ييزو خلکو له لوري شپږ جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د يادې ځمکې ارزښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې، چې د خلکو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

يو خيريه بنسټ، د هرات ولایت پوهنې ریاست شاوخوا ۱۵۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د  خوراکي توکو کڅوړې چې پکې وریجې او غوړي شامل وو، ووېشلې.
د ياد ولایت پوهنې مسوولینو، د دغه پروګرام په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS