د کابل ښار د زده‌کوونکو علمي او ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۴۱
11

د کابل ښار د ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو اړوند زده‌کوونکو علمي لاسته‌راوړنې او ساینسي پروژې، د پوهنې وزارت مسوولينو، د کابل ښار د پوهنې رئیس، ښوونکو، استادانو او زده‌کوونکو په حضور کې نندارې ته وړاندې شوې.
په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد نندارتون د موخو او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت ژمن دی، ترڅو د دیني علومو ترڅنګ د ساينسي علومو په برخه کې هم د هېواد بچیانو ته د باکیفیته ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.
د نندارتون په لړ کې زده‌کوونکو خپلې نوښتګرې علمي او ساینسي پروژې او لاسته‌راوړنې نندارې ته وړاندې کړې، چې د ګډونوالو او د پوهنې مسوولینو د پام وړ وګرځېدې.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د کابل ښار د بېلابېلو ښوونځیو شاوخوا ۲۱۰ علمي او ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې او په پای کې د پوهنې مسوولینو له لوري نوښتګرو زده‌کوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS