د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۹
سیرطی

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د «اغېزمنې زده‌کړې او پوهې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د کابل ښار  پوهنې ریاست اړوندو شپاړسو ښوونیزو حوزو د ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره جوړ شو.
په همدې مناسبت هغه غونډه چې د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین په تالار کې د پوهنې مسئولینو، د تعلیمي حوزو آمرینو او د کابل ښار ښوونځیو اداري کارکوونکو په حضور کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کفیل محترم مولوي محمد کریم جهاني، مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل:« دغه ورکشاپ شپږ ورځې دوام کوي او ګډون‌وال د دوه ورځنیو پړاوونو په دوو مرحلو کې تر ښوونیز پوښښ لاندې نیول شوي دي، چې اوس یې درېیم پړاو هم پیل شو.»
نوموړي له ګډون‌والو وغوښتل چې د دغه سیمینار له علمي مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو مدیرانو او آمرینو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د «اغېزمنې زده‌کړې او پوهې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، د کابل ښار  پوهنې ریاست اړوندو شپاړسو ښوونیزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۵۹
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو مهمو خبرونو لنډيز

ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۱۰۰۰ تنو راستنېدونکو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
 ټاکل شوې ده چې یاد زده‌کوونکي د هغوی د تعلیمي کچې پر اساس په ښوونځیو کې شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د «مصباح‌العلوم» دیني مدرسې لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د سروبي ولسوالۍ پوهنې مسئول په دې هکله وویل چې، د. . .

BACK TO NEWS