د کونړ ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو
د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې رئیس قاري عتیق الله مؤذن له یو لاوي سره کونړ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته یې درې ورځنی روزنیز سیمینار پرانیست.
د کونړ ولايت پوهنې رئيس مولوي محب الله حيدري د دغه سيمينار له جوړېدو څخه خوښي څرګنده او د پوهنې وزارت له پلاوي څخه يې د مننې په ترڅ کې د دغه ډول سيمينارونو جوړول د اداري کارکوونکو لپاره خورا ګټور وبلل.
