زابل ولایت د پوهنې په ریاست کې د اصلاحاتو اوريفورم ترعنوان لاندي ناسته ترسره

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۱:۵۶
زابل ولایت د پوهنې په ریاست کې د اصلاحاتو اوريفورم ترعنوان لاندي ناسته ترسره

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهني رياست د اداري مرستيال ترمشري لاندي د اصلاحاتو او ريفورم ترعنوان لاندي ناسته ترسره شوه .
په یاده ناسته کښي تدريسي او اداري مرستيالانو، د برنامو امرينو، دنظارت مسولينو، د مرکز او ولسواليو د پوهني يوشميرکارمندانو برخه لرله. چي پکښی دراتلونکي کال لپاره د اصلاحاتو په‌ موخه پريولړ اړينو موضوعاتو باندي، د شکاياتو د صندوق جوړول، د معاشاتو د مبايل مني سيسټم تعقيبول او د راتلونکي کال لپاره د بندو مکاتبو په بياځلي پرانستلو باندي بحث وشو. او د چارو د لا پرمختګ، کيفيت، شفافيت او ښه پروخت خدماتو د وړاندي کولو اوپورته مواردو د تعقيب لپاره د يومشخصي کميټي پرجوړيدو باندي پريکړه وشوه .
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS