زابل ولایت د پوهنې په ریاست کې د اصلاحاتو اوريفورم ترعنوان لاندي ناسته ترسره

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهني رياست د اداري مرستيال ترمشري لاندي د اصلاحاتو او ريفورم ترعنوان لاندي ناسته ترسره شوه .
په یاده ناسته کښي تدريسي او اداري مرستيالانو، د برنامو امرينو، دنظارت مسولينو، د مرکز او ولسواليو د پوهني يوشميرکارمندانو برخه لرله. چي پکښی دراتلونکي کال لپاره د اصلاحاتو په موخه پريولړ اړينو موضوعاتو باندي، د شکاياتو د صندوق جوړول، د معاشاتو د مبايل مني سيسټم تعقيبول او د راتلونکي کال لپاره د بندو مکاتبو په بياځلي پرانستلو باندي بحث وشو. او د چارو د لا پرمختګ، کيفيت، شفافيت او ښه پروخت خدماتو د وړاندي کولو اوپورته مواردو د تعقيب لپاره د يومشخصي کميټي پرجوړيدو باندي پريکړه وشوه .