سمنګان ولایت ته د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو ریاست پلاوي سفر پای ته ورسېد

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۲:۰
۵۶

د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو ریاست پلاوى، د سمنګان ولايت د ښوونیزو بنسټونو د فعاليتونو څارنې او ارزونې وروسته اوس بېرته کابل ته راستون شو.
ياد پلاوي د خصوصي زده کړو په برخه کې د پوهنې رياست د کړنو او فعاليتونو ستاينه وکړه او د ځينو کاري تشو د ډکولو په موخه يې د پوهنې رياست مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د سمنګان پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، د خصوصي ښوونځيو د پلټنې او کنټرول په موخه، دورغلي پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د یاد پلاوي له رغنده او ګټورو لارښوونو یې مننه وکړه.
په پای کې نوموړي ژمنه وکړه، چې د ښوونیز کیفیت په لا ښه والي کې به په خپل ټول توان سره هلې ځلې و کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

BACK TO NEWS