فراه ولايت کې د دولسمو ټولګيو زده كوونكو څخه د كانكور آزمايښتي ازموينه واخيستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۵:۴۵
فراه ولايت کې د دولسمو ټولګيو زده كوونكو څخه د كانكور آزمايښتي ازموينه واخيستل شوه

پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت د پوهنې ریاست په نوښت او احمدشاه بابا لیسې د مشرتابه په تخنيکي مرسته د ولایت په کچه د دولتي او خصوصي ښوونځيو د دولسم ټولګيو زده کوونکو څخه د کانکور آزمايښتي آزموينه واخیستل شوه.

په دې آزموینه کې د ولایت په کچه (۸۲۹) تنه زده کوونکو ګډون کړی و، چې (۳۳۰) تنه یې نجونې وې.

د پوهنې رئیس ښاغلي وحيدالله شيراني د آزموینې ګډونوالو ته د آزموینې ارزښت او کانکور آزموینې ته د چمتوالي په هکله هراړخیز معلومات ورکړل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې پوهنې ریاست سره په ورته نورو جوړيدونکو ښوونیزو، فرهنګي او فکري برنامو کې مرسته وکړي، همداراز په معارف کې له شته کادرونو یې د نوښتونو او لا ډیرو لاسته راوړنو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS