له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد د پوځيانو د وتلو او ماتې د ۳۳ کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۶ - ۹:۵
له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد د پوځيانو د وتلو او ماتې د ۳۳ کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام 

الحمدلله رب العلمین، والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله و اصحابه اجمعین.امابعد:
درنو هیودوالو !
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
تر هرڅه نه وړاندې له ګران هیواد افغانستان څخه د  پخواني شوروي اتحاد د  پوځيانو د وتلو او ماتې د ۳۳ مې کلیزې په مناسبت درته د مبارکي مراتب وړاندې کوم .
دا یو تاریخي حقیقت دی، چې په ګران هیواد باندې د پخواني شوروي اتحاد  ظالمانه یرغل زمونږ د ټولنې ټول بنسټونه په تیره بیا د هیواد تعلیمي نظام سخت وځاپه،  په زرګونو ښوونکي، زده کوونکي او علمي کدرونه شهیدان شول، زندانونو ته واچول شول، له هیواد څخه هجرت ته اړ ایستل شول، د هیواد دیني مدارس، ښوونځي او علمي مراکز په  مادي او معنوي لحاظ وران ویجاړ کړای شول،  د ښوونځیو تعلیمي نصاب خپله دیني او ملي صبغه له لاسه ورکړه او د سوسیالیزم خرافاتي محتویات پکې داخل کړای شول .
خو د افغان مجاهد ولس د یوې لسیزې ویاړلې مبارزې په پایله کې روسي پوځونه له هیواد څخه وتښتیدل  او ۳۳ کاله وروسته یرغلګره امریکا هم د پخواني شوروي اتحاد په سرنوشت اخته شوه او په هیواد کې له زیاتې مودې وروسته یو مرکزي، یوموټی او اسلامي نظام حاکم شو.
له همدې طلايي فرصت څخه په استفادې سره اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت متعهد دی، چې د هیواد ځپل شوی تعلیمي نظام بیرته فعال کړي، ترڅو د تعلیم او تربیې په واسطه یوه سالمه او دیني معتقداتو او ملي ارزښتونو ته ملتزمه ټولنه را منځ ته شي. داسي یوه ټولنه چې په مادي او معنوي لحاظ له ځان او هیواد څخه د دفاع وړتیا ولري او د انګریزانو، روسانو او امریکایانو په څير یرغلګر پوځونه ورباندې بیا د یرغل جرئت ونه کړي.
ان شاءالله.
والسلام
شیخ القرآن والحدیث  الحاج مولوي نورالله «منیر»
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS