له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو انعکاس

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۲۲:۲۵
سبی

نیمروز

د پوهنې وزارت د پلان ریاست یو پلاوي، د نیمروز ولایت له پوهنې رئیس سره د لیدنې پر مهال، د یاد ریاست د کاري پلانونو ارزونې په ترڅ کې، له مسئولینو سره د پوهنې د درې کلن ملي پلان په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، تر څو د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړي.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د درېیمې ښوونیزې ناحیې له یو شمېر رسمي او خصوصي ښوونځیو څخه څارنه وکړه.

نوموړي د يادو ښوونځيو د اداري او تدريسي کړنو د ارزونې په ترڅ کې، د خصوصي ښوونځيو له مسئولينو وغوښتل، تر څو د خپلو ښوونځيو د فعاليت جوازونه نوي او خپل ښوونیز بهير د پوهنې وزرات د کړنلارې او نصاب له مخې تنظيم کړي.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي په حضور کې، زکات خیریه بنسټ د حبیبیې لېسې پر ۲۰۰ یتیمانو او بې وزلو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل.

د پوهنې رئیس د یاد بنسټ له مرستو مننه وکړه او له بې وزلو زده کوونکو سره یې د دا ډول همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رياست اداري غونډه، د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني تر څارنې لاندې د دغه رياست د آمرینو او مديرانو په ګډون جوړه شوه.

د یادې غونډې آجنډا د ښوونکو کمښت، د ښوونځیو او لیلیو څارنه، د نقلیه وسایطو ترمیم او یو شمېر نور مهم موضوعات ؤ.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولت زي او دولت آباد د نجونو ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه. دغه راز نوموړي د يادو ښوونځيو د ستونزو او نيمګړتياو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د هېواد له پوهنیز نظام سره د میدان وردګ ولایت د خلکو ملاتړ دوام لري

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخصیت، د حضرت عثمان ( رضی الله عنه) منځني ښوونځي د ټولګیو لپاره سپینې تدریسي تختې د ۴۴۴۰ افغانیو په ارزښت وپېرلې.

٢- دغه راز په یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د خدماتو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، استاد حبیب الله خالد د پوهنې وزارت د خدماتو د نوي رئیس په توګه معرفي او رسما یې په کار پیل وکړ.

په دغو مراسمو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شمس العلوم دیني مدرسه پرانیستل شوه

د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبرۍ، د یاد ولایت مقر ولسوالي اړوند په خدا نظر کلي کې د شمس العلوم مدرسه تاسیس او د زده کوونکو پرمخ یې د دیني علومو د زده کړې په موخه پرانیستله.

ياده مدرسه. . .

BACK TO NEWS