له میدان وردګ ولایت څخه د پوهنې خبرونه

د میدان وردګو ولایت له سیدآباد لېسې څخه فارغ شويو زده کوونکو، په دې وروستیو کې د دې لیسې ادارې ته۱۵۰ دانې درې کسیزه څوکۍ او میزونه ډالۍ کړل.
د يو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د نرخ ولسوالۍ د پوهنې آمریت له اداري چارو څخه څارنه وکړه.
په یو بل خبر کې؛ د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ د شهید ناصر عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د دې لېسې له ښوونکو سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.
یو بل خبر هم په ډاګه کوي؛ د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د دستګیر خان وردګ معارف دوسته کورنۍ په خپل شخصي لګښت د ګل احمد خان عالي لېسې د اوبو رسولو سیستم د فعالولو لپاره د۸۶ زره او ۲۰۰ سوه افغانۍ مرسته وکړه.
د ښوونځي مسئولینو او د يادې ولسوالۍ خلکو د دې کورنۍ له مرستې څخه مننه او ستاينه وکړه.