له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۱:۲۸
980

کندهار
د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د حفیظیه البنات دیني مدرسه پرانیستل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي نعمت الله الفت د دغه مدرسې په پرانېستلو سره خوښي وښوده او د يادې مدرسې له مسوولينو څخه یې وغوښتل، چې تر خپله وسه کوښښ وکړئ، ترڅو زده کوونکي په اسلامي روحیه وروزئ.
بدخشان:
د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ د پوهنې آمر اميني مجاهد د دغې ولسوالۍ په تورګران او دهقلات کلي کې له ديني مدارسو او ګړندیو درسي ټولګیو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې لازمې لارښوونې ورکړې .
جوزجان:
د جوزجان ولایت د خماب ولسوالۍ د پوهنې آمر ملا عبدالله سنګري په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو د ١٣٤٤ ښوونيز کال د کلنۍ ازموينې د چمتووالي، د مهال وېش او د معاینې د کتابونو د وېش په اړه خبرې وشوې.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې ریاست د اداري اصلاحاتو آمریت د دې ادارې کارکوونکو ته د کارکوونکو د ارزونې د کړنلارې د تشریح او توضیح په موخه یو روزنیز سیمینار جوړ کړ، چې موخه یې د کارکوونکو د پوهاوي د کچې لوړول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.
سمنګان:
د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني له خپل ټیم سره د دره صوف بالا د پوهنې آمریت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له مسوولینو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل او د مرستو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS