له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۴:۴۲
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

جوزجان:
د جوزجان ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد طاهر جواد له یوه پلاوي سره د قرقین، خماب، مردیان، منګجک، آقچې، خانقاه، درزاب او قوش تپې ولسوالیو له مدرسو څخه لیدنه وکړه او د پوهنې وزارت نغدي مرسته یې د مدرسو پر مسوولینو او دارالحفاظونو باندې ووېشلې.
دایکندي:
د دايکندي ولايت د پوهنې ريس مفتي رحمت الله مدثر د نوي افق او بشري پراختيا موسسې له مسوولينو سره وکتل او د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د ښوونيزو پروګرامونو او د انګريزي ژبې د ١٢٠ ټولګيو د فعالولو په اړه يې خبرې وکړې. په پای کې ښاغلي مدثر له نوي افق موسسې څخه د مننې په ترڅ کې د پوهنې په برخه کې له دغه موسسې څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
هرات:
د رواني روغتیا د پوهاوي درې ورځنی سیمینار چې د پوهنې ریاست د روغتیا د مدیریت له خوا د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د پوهنې د مرکزي څارنې د ۲۱ غړو لپاره د IAM دفتر په مرسته پیل شوې وه. پای ته ورسېده
د دغه رياست د عمومي زده کړو آمر مولوي عبدالجليل مزمل د دغه ګټور پروګرام د ترسره کولو له امله د يادې ادارې او د روغتيا له مديريت څخه مننه او قدرداني وکړه.
لوګر:
د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالرحمن مدني د دې ولسوالۍ د ښوونځيو له آمرینو سره د ليدنې پر مهال د محمداغې د پوهنې پر اداري ستونزو خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې د خپلو زده کوونکو د کلنۍ ازموينې د تر سره کولو لپاره لازم چمتووالى ونيسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS