له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پنجشیر:
په پنجشير ولايت کې روزنیز ورکشاپ د پوهنې د ريس مولانا غلام اسان حماس په مشرۍ د دغه رياست د آمرینو، مديرانو او نورو مسوولينو په ګډون جوړ شو.
د پنجشير ولايت د پوهنې ريس څرګنده کړه، چې د دغه روزنيز ورکشاپ له ترسره کيدو څخه يې موخه د١٤٠١ کال د پوهنې ریاست د دویمې ربعې د تشریحي ګذارشونو بشپړول دي .
کندهار:
د CIC موسسې مسوولینو د کندهار ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ تر خپل ملاتړ لاندې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو لپاره د ښوونکو د استخدام په موخه د دې ولایت په بولدک ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د غوښتونکو او متقاضیانو ترمنځ د ازادې سیالۍ لړۍ پیل کړه.
لوګر:
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې ۱۴۲ زده کوونکي د ازموینو له اخیستو وروسته له دولسم ټولګي څخه فارغ شول..
د پوهنې مسوولینو دغو فارغینو ته د مبارکي ترڅنګ وویل، چې د کانکور په ملي ازموینه کې ګډون وکړي او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
بلخ:
د بلخ ولایت د چاهی ولسوالۍ د آمریت مسوولین وايي: په دې ولایت کې یې د پاملرنې موسسې له استازو سره وکتل او په لرو پرتو کلیو او سیمو کې یې د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
د دې ولایت له مارمل ولسوالۍ څخه هم ویل شوي، چې د پوهنې غصب شوې ځمکې د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو په مرسته بېرته د پوهنې د ملکیت په توګه ترلاسه شوي دي.
پکتیکا:
د پکتيکا ولايت د ښوونځيو د اووم او دولسم ټولګيو د ١٤٠ زده کوونکو ترمنځ د سيرت النبي (ص) سيالۍ ترسره شوې.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د ازموينې پر نظم او شفافيت د ټينګار تر څنګ د اسلام د ستر پيغمبر ص د شخصيت او سیرت په اړه یې ګډونوالو ته ویناوې وکړې.
