له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

کابل
د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د استالف ولسوالۍ د خواجه حسن لېسې او سیف المدارس دارالعلوم له ښوونیزو فعالیتونو او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د يادو دواړو ادارو له استادانو سره په کتنه کې له هغوى وغوښتل، چې د هېواد د بچيانو د زده کړې په برخه کې جدي هڅي وکړي.
غور
د غور ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د دې ولایت د پوهنې رئیس الحاج شیخ حفیظ الله محفوظ تر څارنې لاندې د دې ریاست د اړوندو څانګو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د وړاندیز شویو پلانونو د عملي کولو او د وزارت د مشرتابه د حکمونو په اړه بحث او لازمې پرېکړې ونیول شوې.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حضرت حقاني په دې ولایت کې د همکار مؤسسې له مسئولینو سره وکتل او د پوهنې وزارت د مشرتابه په ځینو پرېکړو یې خبرې وکړې.
فراه
د فراه ولایت د پوهنې ریاست د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته د یونیسف له لوري د مرسته شوې خیمې او ښوونېزې بستې د وېشلو لړۍ پیل کړه.