له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۸:۵۶
123

لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې دوستو دوو تنو هېوادوالو په خپل شخصي لګښت، د یاد ولایت مرکز پل علم ښار د حصارک لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو د یو څاه د کیندلو کارونه پیل کړل.
د مسئولینو په وینا، یاد څاه د سل زره افغانیو په لګښت سره د ۵۵ مترو په ژوروالي کیندل کیږي.

دایکنډي

د پوهنې یوه همکار بنسټ، د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ د سیمه ییزو او چټکو ټولګیو ۴۳۴ ښوونکو ته چې ۳۴۳ یې ښځې دي، د ظرفیت لوړونې درۍ ورځنی سیمینار دایر کړ.
 د یاد سیمینار ګډون والو د نوي تدریسي مېتود، د زده کړې اساسات، د ټولګي د مدېریت تخنیکونه، د ښوونکو د درسي پلان ترتیب او د زده کوونکو د حفظ الصحې په برخو کې لازم معلومات ترلاسه کړل.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني د یاد ریاست له آمرینو سره د لیدنې پر مهال د پوهنې ریاست د ستونزو او لاسته راوړنو د څېړلو ترڅنګ، د چارو د ښه والي او د ستونزو د حل په اړه نظرونه تبادله کړل

کابل

د کابل ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالحق حقاني د یاد ولايت د بګرامي ولسوالۍ د ديني مدارسو څلورنيم مياشتنیو آزموينیو څخه د څارنې ترڅنګ، د یادو آزموینو د پروسې پر روڼتیا ټینګار وکړ. 

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رياست د سواد زده کړې عمومي مدېر چې د يادې ادارې د مشرتابه له لوري نوی ټاکل شوی، اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS