له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته یوه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۳
123

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس د باد قل بازارک د هلکانو لېسې په اداري غونډه کې، د باکيفيته زده کړو او په هېواد کې د ښوونيز نظام د پراختيا غوښتنه وکړه او له ټولو مسئولينو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ لارښوونې او کړنلارې په پام کې ونیسي.

بغلان

د بغلان پوهنې ریاست د ۴ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۳۲ نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.
په پام کې ده، له دوی څخه څلور تنه یې چې معیاري نمرې ترلاسه کړي په یادو بستونو کې به د قرار دادي کارکوونکو په توګه وګمارل شي.

د یوه بل خبر له مخې:

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي، د یاد  ولایت له شېعه مذهبه مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې مشرانو د خپلو ماشومانو د زده کړې پر ستونزو خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نورستان

د نورستان پوهنې ریاست د پلټنې پلاوی د یاد ولایت د برګمټال ولسوالۍ ته ولاړ تر څو هلته د پوهنې ریاست او ښوونځیو د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو فعالیتونه وڅېړي او پایلې یې د یاد ریاست له مشرتابه سره شریکې کړي.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ له استازو سره وکتل .
په یاده کتنه کې د ۲۰ ښوونځیو پروژو د پیل او څرنګوالي په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

BACK TO NEWS