له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۹:۴۵
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

نیمروز

د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست درې کسیز پلاوي نیمروز ولایت ته د پوهنې ریاست د تعلیمي ادارو د بستونو د عادلانه وېش د ترتیبولو او ډکولو په موخه سفر وکړ او د دغه ریاست د عمومي زده کړو له آمر مولوي ګلبدین شریفي سره یې د پوهنې ریاست او د خپلو پلانونو په باب غونډه وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د JACK موسسې په مرسته د سواد زده کړې د ټولګیو په ګډون ۷۰ تنو نویو ښوونکو ته لس ورځنی میتودیک سیمینار جوړ کړ. ټاکل شوې دغه ښوونکي د ياد شوي روزنيز کورس له بشپړولو وروسته په حصارک، خوګياڼو، اچين، نازيانو، دوربابا، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې د سواد زده کړې د ټولګيو د ښوونکو په توګه خپل فعاليت پيل کړي.

خوست

د خوست ولايت يو شمېر روڼ اندو ځوانو د درسي کتابونو د راټولولو د کمپاين په ترڅ کې له کورونو او کليو څخه ۱۱۰۰ ټوکه کتابونه راټول او د زده کوونکو د ګټې اخیستنې په موخه يې د دغه ولايت پوهنې رياست ته وسپارلې، چې د دوی دغه کار د خلکو او د چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.

لوګر

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ له ۲۵ بابه لیلیه لرونکو مدارسو سره نغدي مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې د مسوولینو په خبره: د اسلامي زده کړو معینیت د لومړۍ درجې مدارسو ته ۱۴ زره افغانۍ، د دویمې درجې مدارسو ته ۱۲ زره او د دریمې درجې مدارسو ته ۱۰ زره افغانۍ ووېشلې، ترڅو په اړینو مواردو کې ولګول شي.

بلخ

د دعوت او ارشاد اونيز درسونه د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمریت او د دعوت او ارشاد د مبلغ مولوي حبيب الله حميدي له خوا د قرآن عظيم الشان د ځانګړتياوو، د فضیلت او پر وړاندې یې د مسلمانانو د مسووليت په باب معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS