له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۹:۳۴
فشرده چند فعالیت از ریاست های معارف ولایات

جوزجان
د WFP موسسې د نړیوالو اړیکو رئیس مارک سرینا د جوزجان ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محمد طاهر جواد سره په کتنه کې وویل: دغه اداره هڅه کوي چې د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنې ریاستونو ته د نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې پراخې کړي.
د جوزجان د پوهنې رئیس د یادې ادارې د مرستو د مننې په ترڅ کې وویل: اسلامي امارت له خپلو ملي او نړیوالو همکارانو سره هم د ښو اړیکو لرلو لپاره متحد دی.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس تاج محمد مطمین د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ختیځ زون د پوهنې د رئیسانو لپاره د یونیسف له خوا په جوړ شوي یو ورځني سمینار کې ګډون وکړ.
 د دغه سیمینار په پای کې نوموړي په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له مسوولینو سره د نورستان د پوهنې ستونزې شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د دغه دفتر د مرستو غوښتنه وکړه، چې هغوی هم ورسره ومنله.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو نغدي مرستې یې د مرکز او ولسوالیو د مدارسو پر مسوولینو د هغوی د تشکیل او احصایوي وېشل پر اساس ووېشل له دوی  وغوښتل شو چې د دې پیسو په لګولو کې له احتیاطه کار واخلي.
همدارنګه:
د فراه ولایت په سرد سیرو چمن او ګلستان ولسوالیو کې د کلنۍ ازموینو د اخیستلو بهیر پیل شو. د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو د يادو ولسواليو د ښوونځيو له ښوونکو وغوښتل، چې ازموينې په مناسبه فضا کې واخلي.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست د ساينس او ښوونیزې ټکنالوجۍ مديريت غړو د يو کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ د ګیاه هلکانو لېسې او د ذکر حق منځني ښوونځي له لابراتوارونو څخه ليدنه وکړه او د دوی په شتون کې يې د علمي موضوعاتو په اړه عملي تجربې وکړې. استادانو او زده کوونکو ته د لابراتوارونو د موادو د سمې استفادې په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

هرات

د یوې همکارې تعلیمي ادارې په ملاتړ د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ اړوند د میمیزک ښوونځي سره د ۱۲۰ زره افغانیو مرسته شوې ده.

په دې مرسته کې یو پایه کمپیوټر، تعلیمي کڅوړې او د څښاک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۷
Background image

د نشه‌يي توکو کمولو ملي کمېټې سره د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست فعالیتونه

د اسلامي.ا.مارت عالي مقام د هدایت پر بنسټ، د نشه يي توکو کمولو ملي کمېټه تاسیس شوه، چې د پوهنې وزارت هم د دې کمېټې د سواد زده‌کړې څانګې غړی دی.

د هېواد ټولټال ۱۲ رسمي ادارې د دې کمېټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴
Background image

د بدخشان ولایت د یو باب لېسې لپاره احاطوي دېوال جوړولو پروژه بشپړه شوه

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ د زو لېسې احاطوي دېوال رغولو کارونه په پاخه او اساسي بڼه بشپړ شول.

یاد دېوال چې د پورته ذکر شوي کلي د خیرخواه خلکو په صادقانه همکارۍ بشپړ شوی، ۹۰ متره. . .

BACK TO NEWS