له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۲:۳۰
۰۹

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست د اړتیا وړ ۳۷ قلمه توکو د داوطلبۍ غونډه، د یاد ولایت د پوهنې له مسئولینو او د خصوصي شرکتونو استازو ترمنځ جوړه شوه. ګټونکی شرکت به د مرکزي څانګو او ولسوالیو د معارف د اړتیا وړ دفتري وسایل، فرشونه او برېښنایی وسایل چمتو کړي.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس د اړوندو ادارو له مسئولینو او استازو سره په کتنه کې، د خصوصي ښوونځیو او کورسونو اداري او ښوونیز فعالیتونه وڅېړل او د یادو مرکزونو له مسئولینو یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د پوهنې وزارت له کړنلارې سره سم ترسره کړي.

پنجشېر

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس په مشرۍ ترسره شوه او په یاده غونډه کې د پوهنې د ستونزو د حل، دکاروکونکو ترمنځ پر همغږۍ، دمراجعینو سره د نېک چلند، د پوهنې بهیر پر چټکتیا او د تدریس د کیفیت پر لوړولو خبرې وشوې. 
همدارنګه، د اسلامي زده کړو بنسټونو ته د ۱۶۱ نویو بستونو ورکول او د یاد ولایت په خصوصي او کلیوالي مدارسو کې د ۷۷ نویو استادانو ګمارل د غونډې د اجنډا له نورو موضوعاتو څخه وو.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د یاد ریاست د انجینرۍ ټېم په ښوونځیو کې د حفظ الصحې د ۱۲ پروژو د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه چې د یوه مرستندویه بنسټ په مرسته پرې کار روان دی او له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل. چې خپل کارونه د پلان سره سم ترسره کړي.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر، د یاد ولایت د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د اداري شورا غړو له درۍ ورځني ورکشاپ څخه، چې د محمود راقي د نارینه وو په لېسه کې جوړ شوی و، لیدنه وکړه.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس له لوري د پروان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم شیخ محمد شریف حلیمي د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له لوري د پروان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

BACK TO NEWS