له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۲:۴۴
123

ننګرهار

په ننګرهار ولایت کې د یوه مرستندویه بنسټ له لوري د یاد ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قلعه جانان خان او ملکې ثریا لېسو د اوبو رسولو سیستم فعال اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د یاد خیریه بنسټ له سخاوتمندانه مرستې څخه مننه او قدرداني وکړه.

د یو بل خبر له مخې:

د ننګرهار پوهنې رئیس د ملي بانک له استازو سره په لیدنه کې له دوی وغوښتل، چې د خصوصي مدارسو د استادانو او کارکوونکو د معاشونو په وېش کې د پوهنې ریاست سره همکاري وکړي،چې د مقابل لوري څخه ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

له همدې ریاست څخه یو بل خبر:

د ننګرهار ولایت کانال ریاست ۱۶ تنه منسوبین د سواد زده کړې له ۹ میاشتني کورس څخه فارغ شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت وایي: دوی په پام کې لري تر څو د ټولو ادارو  خدمتي کارکوونکي د سواد زده کړې په پروګرامونو کې شامل کړي.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د ياد ریاست له آمرینو، مديرانو او کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال له هغوی وغوښتل، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د زده کوونکو لپاره د باکيفيته ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه منظم او اغېزمن پروګرامونه جوړ کړي. 

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت شهر صفا ولسوالۍ د عبدالمبین شهید لېسې اداري او تدریسي چارې وارزولې او د ښوونیز وضعیت د لاښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS