لوګر ولايت کې ۳۶۰۰ زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغ شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۲:۱
فراغت ۳۶۰۰ تن شاگرد در ولایت لوگر

پوهنې وزارت، لوګر: لوګرولایت کې ۳۶۰۰ نجونې او هلکان د دولس کلنې زده کړيزې دورې له بشپړولو وروسته له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې ریاست چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فارغ شوېو زده کوونکو او د دوی د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

په فارغ شوېو زده کوونکو کې ۴۷۵ نجونې او ۳۱۲۵ هلکان شامل دي، چې له ۶۷ بیلا بیلو ښوونځيو څخه فارغ شوي دي.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د یادو زده کوونکو فارغېدل د لوګر او هېواد لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او په دې اړه د لوګر ټولو اوسېدونکو ته مبارکي وایي.

نوموړو فارغانو ژمنه وکړه، چې دوی به خامخا لوړې زده کړې کوي او خپل راتلونکی به روښانه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS