لوګر ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۱۲:۴۵
لوګر ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د شیخ حسن د نجونو لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست چارواکو تر څنګ، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو هم ګډون درلود.

د نوموړي ښوونځي ودانۍ د اقراء پروګرام لخوا جوړه شوې، چې لس ټولګي، دوه اداري خونې، د اوبو څاه او ۵ غرفې تشنابونه لري، چې په جوړېدو سره یې (۶۰۰) نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS