لوګر کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۱:۱۰
لوګر کې یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د حضرت یحییٰ دیني مدرسې ته د ودانۍ جوړولو کار پیل شو. 
د مدرسې د ودانۍ پر جوړولو شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغان حکومت د بودجې له لارې ورکول کېږي. 
یاده ودانۍ به ۸ درسي ټولګي،۲ اداري خونې، میز او څوکۍ، د اوبوڅاه، د احاطې دېوال او ۵ غرفې تشنابونه ولري، چې د جوړېدو چارې به یې په ۹ میاشتو کې بشپړ شي. 
د حضرت یحییٰ دیني مدرسه شپږ کاله وړاندې فعاله شوې، چې دا مهال ۸۰ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي. 
په لوګر کې دا مهال ۲۹ دیني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعالیت لري، چې ۲۵ یې لاهم ودانۍ نه لري. 
په یادو مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو کې ۳۰۳۰ کسان زده کړې کوي،چې شاوخوا ۹۰۵ یې نجونې دي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې په روان کال کې به یو شمېر نورو دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو ته هم ودانۍ جوړې کړي. 
دا په داسې حال کې ده،چې پرون شنبې هم د یادې ولسوالۍ د چوترې د هلکانو لېسې ته د ودانۍ جوړولو کار پیل شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS