هرات ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۷ بابه ښوونیزو مرکزونو بیارغونې پروژې روانې دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۴۲
adas

د هرات ولایت په مرکز او فرسي، رباط سنګي، ادرسکن، کرخ، پشت‌کوه او زاول ولسوالیو کې د ۷ بابه دیني‌مدارسو او ښوونځيو رغنیزې چارې تر کار لاندې دي او د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا یې په دوامداره توګه بیاکتنه کېږي.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر په وینا، دغه پروژې د شاوخوا ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له بودیجې څخه پلي کېږي او په بشپړېدو سره به د مدارسو او ښوونځیو زرګونو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS