په دایکنډي کې د ۱۳۵ تنو بستر ناروغانو لپاره د سواد زدهکړې کورس پیل شو
د دایکنډي ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د معتادینو په۲۰۰ بستریز درملنې حمایوي کمپ کې د بستر نالوستو ناروغانو لپاره د سواد زدهکړې ځانګړی کورس د یاد ولایت د پوهنې ریاست ښاري پوهنې آمریت د سواد زدهکړې څانګې له لوري پیل شو.
د کورس د پیل په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شیرمحمد «صدیقي» د سواد زدهکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې سواد د وګړو د پیاوړتیا، د ټولنیز پوهاوي کچې لوړولو او د سالم ژوند د زمینې برابرولو لپاره مهم رول لري.
همداراز، په دې پروګرام کې ۱۳۵ تنو بستر ناروغانو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او ښوونیز توکي هم ووېشل شول.
