په زابل کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
د زابل ولایت مرکز قلات ښار او یوولسو ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۶۵ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اغېزمنې زدهکړې د پیاوړتیا، د ښوونیز مدیریت د ښه والي، د تدریسي کیفیت لوړولو، د زدهکوونکو د زدهکړې کچې ښه والي او د ښوونیز بهیر د لا اغېزمنولو په برخو کې اړین مسلکي معلومات او روزنه ورکول کېږي.
