په فاریاب ولایت کې د ۱۵،۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۴۱
arewty
د فارياب ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د یاد ولايت ګرزيوان ولسوالۍ اړوند په خواجه غار کلي کې، د يو لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وويل: د دغه ښوونځي د جوړېدو لګښت ۱۵،۳ مېليونه افغانۍ اټکل شوى، چې ټاکل شوې ده، چارې یې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د یو مرستندویه ادارې په مالي ملاتړ پای ته ورسېږي.
د سیمې اوسېدونکو د دغه ښوونځي جوړېدل د پوهنیزو ستونزو په حل کې ګټور وبلل او د پوهنې وزارت له پروګرامونو يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS