په فراه ولایت کې ښځینه زده کونکو ته د روغتیايي کیټونو ویش پیل شو
د پوهنې وزارت، فراه: فراه ولایت کې ښځینه زده کوونکو ته د روغتیایي کیټونو ویش پېل شو. ياد کيټونه چې د لاسونو او جامو مينځلو صابونونه او ځينو نورو صحي توکو درلودونکي دي د يونیسف موسسې لخوا پوهنې ریاست ته ورکړل شوي چې د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو ښخینه زده کوونکو ته به وویشل شي، چې په ویش سره به يې شا اوخوا لس زره زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.
پوهني رئیس استاد وحیدالله شيراني د يادو توکو د ويشلو په غونډه کې د يونیسف دفتر څخه مننه وکړه او د ښونځيو مسئولینو ته يې هدایت ورکړ چې ياد صحي توکي ټولو زده کوونکو ته په مساويانه ډول توزيع کړي او زده کوونکو ته يې دحفظ الصحې سپارښتنه وکړه.