په لوګر کې ۴۰۰ ښوونکو د ظرفيت لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه
پل علم
د لوګر د پوهنې رياست د وياند دفتر
دوشنبې، مرغومي٢٠ مه، جمادي الثاني۷ مه
د لوګر په ولايت کې ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.
د يادو روزل شوېو ښوونکو په فراغت غونډه کې چې د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو په لېسه جوړه شوې وه د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو مرستيال محمد عارف معاذ، د پوهنې ښاري آمر مفتي مولوي ضياءالحق ملنګ او د ودان مٶسسې ولايتي مسٶل محمد علم غالب برخه اخيستې وه.
دغه ښوونکي د ۱۴ ورځو په موده کې د پوهنې رياست په هلو ځلو د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د ودان مٶسسې له خوا په مسلکي ډول روزل شوي دي.
په روزل شويو ښوونکو کې ۳۲۱ نارينه او ۷۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.
د دغې روزنې مٶخه د نوموړو ښوونکو د وړتياوو او دغه راز په چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو کې د تدريس کيفيت ښه کول او لوړول دي.
