په لوګر کې کوچیان ماشومانو ته دوه ځانګړي ښوونځي تاسیس شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۳:۳۶
تآسیس دوباب مکتب برای اطفال کوچی ها در ولایت لوگر

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت په مرکز پل علم او بر کي برک ولسوالۍ کې د کوچیان ماشومانو لپاره د نجونو او هلکانو دوه نوي لومړني ښوونځي تاسیس شول.

یاد ښوونځي د کوچیانو مشرانو په غوښتنه د پوهنې ریاست په هلو ځلو د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته فعال شول.

په تاسیس شویو ښوونځیو کې په مرکز پل علم د صدیق خیلو په سیمه کې د میرعلم او د بر کي برک ولسوالۍ د دڼي په کلي کې د عمران خیلو په نومونو ښوونځي شامل دي .

د نوموړو دواړو ښوونځیو په تاسیسولو سره ۴۰۰ کوچیانو ماشومانو ته د زده کړو ویلو زمینه برابره شوه چې ۲۰۰ یې نجونې دي.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو ښوونځیو پر تاسیس خوښي څرګندوي او په یادو سیمو کې مېشت د کوچیانو له مشرانو غوښتنه کوي، چې خپل ماشومان په تاسیس شویو ښوونځیو کې شامل کړي.

هغه زیاته کړه، چې په راتلونکې به د وزیر کلاه په سیمه کې د کوچیانو ماشومانو لپاره یو بل ځانګړی ښوونځی هم تاسیس شي.

د یادونې وړده، چې په لوګر کې دا مهال د کوچیانو ماشومانو لپاره د یوې لېسې په ګډون ۱۶ ځانګړي ښوونځي شتون لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS