په میدان وردګ کې یوه ښوونځي ته ۶۰ مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې
د زدهکوونکو د ښوونیز چاپېریال ښه والي او د ښوونځي د اداري اړتیاوو پوره کولو په موخه، د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسودو ولسوالۍ اړوند دشت بادآسیاب ښوونځي ته د خیرخواه هانو، د زدهکوونکو د والدینو او د ښوونځي د کارکوونکو په همکارۍ، د ۱۴۵ زره افغانیو په ارزښت ۶۰ مېزونه او څوکۍ او دوه سېټه کوچونه برابر شول.
