په ننګرهار کې د زنګ په کړنګولو سره نوي تعلیمي کال پیل شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۵:۰
په ننګرهار کې د زنګ په کړنګولو سره نوي تعلیمي کال پیل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د تودو سېمو د ښوونځیو نوی تعلیمي کال په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل، پوهنې ریس حسیب الله شینواري له لورې د زنګ په وهلو سره پېل شو.

په هغه غونډه کې چي د جلال آباد ښار د بي بي حوا په لیسه کې جوړه شوی وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې له ننګرهار والي مننه وکړه چې د معارف چارو ته په خپل کاري مهال ویش کې لومړتیوب او د پروګرامونو ملاتړ وکړي.

همدارنګه د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل په خپلو خبروکې وویل: د افغانستان د خلاصون او پرمختګ یوازینۍ لار علم او معارف دی او که غواړو چې افغانستان له دې اوسنیو کړکیچونو راوباسو نو باید علم زده کړو.

د بي بي حوا لېسې یوې زده کوونکې مروا د نورو زده کوونکو په استازولۍ د ننګرهار له والي څخه د امنیت راوستو او دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو او نجونو زده کوونکو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او زده کوونکو ته د کتابونو او نورو اسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS