په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه
د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کشتوز نمبر یک لېسې د ودانۍ جوړولو په موخه، يوتن معارف دوست شخص محترم محمد نادر، خپله ۳.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، وقف کړې ده.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، د یاد هېوادوال دغه نېک اقدام ستایلی او د پوهنې له بهیر سره یې د خلکو د همکارۍ یوه غوره بېلګه بللې ده.
