په هرات ولایت کې پوهنې ته ۶ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۳۶
5463

د هرات ولایت د غوریان او پشتون زرغون ولسوالیو ځینې علم‌پروره اوسېدونکو ټولټال شاوخوا ۶ جرېبه ځمکه، چې ارزښت یې یو مېلیون او ۱۵۰ زره افغانۍ دی، د دې ولایت پوهنې ریاست ته اهدا کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، په دې هکله وویل چې دغه ځمکه په یادو ولسوالیو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ورکړل شوې او پوهنې وزارت ژمن دی چې د مالي او بودیجوي امکاناتو په حدودو کې به د یادو ښوونځیو جوړولو لپاره اړینې کړنې ترسره کړي.
ویل کېږي چې د دې ولایت علم‌پاله خلکو د ۱۴۰۴ کال د پیل راهیسې تر اوسه پورې د ښوونځیو جوړولو لپاره لسګونه جرېبه ځمکه د مدارسو او ښوونځيو رغولو ته ورکړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS