په هلمند کې د زده کوونکو له لوري اته ټولګیزه ودانۍ بیا ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۵:۱۱
په هلمند کې د زده کوونکو له لوري اته ټولګیزه ودانۍ بیا ورغول شوه

د پوهنې وزارت، هلمند: د لویدیځ لښکري بازار ښوونځي کې یوه اته ټولګیزه ودانۍ د زده کوونکو په مالي لګښت بیا ورغول شوه.

د یاد ښوونځي د پرانستني پر مهال د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري، د لویدیځ لښکري بازار ښوونځي مدیر محمد ناصر بارکزي، ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.

د لویدیځ لشکري بازار ښوونځي مدیر محمد ناصر بارکزی وایي چې د زده کوونکو له لوري یاده اته ټولګیزه ودانۍ چي ټول لګښت پرې څلویښت زره افغانۍ راغلی دی د بیا رغونې کارونه یې هم د زده کوونکو له لوري مخته وړل کیدل.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري وویل چې د خوښۍ ځای دی چې زده کوونکو د مالکیت احساس کړئ او دوی وښودله چې د ښوونځي په بیا رغولو کې پراخه ونډه واخلي.

د یادوني وړ ده چې د زده کوونکو د همدې کړنې له امله د هلمند پوهنې ریاست له لوري د جوړې شوې ودانۍ لپاره ۱۰۰ پایي میزونه او څوکۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د پکتیا په ولایت کې دنجونو لپاره ژمنۍ کورسونه پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د نسوان په عالي لېسه کې د حماس خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی ژمنۍ کورس د یاد ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي او د حماس خیریه بنسټ. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د لغمان پوهنې ریاست کې د یو باب جومات د جوړیدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان پوهنې ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد د بنسټ ډبره د ولایت د مقام مرستیال الحاج شهزاده مظلوم يار، د پوهنې رییس عبدالله حمیدي او د یو شمېر ادارو د مسوولینو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۸
Background image

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د جرنیل کلاه په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد ښوونځۍ‎ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS