په هلمند کې د زده کوونکو له لوري اته ټولګیزه ودانۍ بیا ورغول شوه

media-moe
Tue, Nov 24 2020 3:11 PM
په هلمند کې د زده کوونکو له لوري اته ټولګیزه ودانۍ بیا ورغول شوه

د پوهنې وزارت، هلمند: د لویدیځ لښکري بازار ښوونځي کې یوه اته ټولګیزه ودانۍ د زده کوونکو په مالي لګښت بیا ورغول شوه.

د یاد ښوونځي د پرانستني پر مهال د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري، د لویدیځ لښکري بازار ښوونځي مدیر محمد ناصر بارکزي، ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.

د لویدیځ لشکري بازار ښوونځي مدیر محمد ناصر بارکزی وایي چې د زده کوونکو له لوري یاده اته ټولګیزه ودانۍ چي ټول لګښت پرې څلویښت زره افغانۍ راغلی دی د بیا رغونې کارونه یې هم د زده کوونکو له لوري مخته وړل کیدل.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري وویل چې د خوښۍ ځای دی چې زده کوونکو د مالکیت احساس کړئ او دوی وښودله چې د ښوونځي په بیا رغولو کې پراخه ونډه واخلي.

د یادوني وړ ده چې د زده کوونکو د همدې کړنې له امله د هلمند پوهنې ریاست له لوري د جوړې شوې ودانۍ لپاره ۱۰۰ پایي میزونه او څوکۍ ورکړل شوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS