په پروان ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۴:۳۱
71

د پروان ولایت پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي، د یاد ولایت شیخ علي ولسوالۍ اړوند په پاواز کلي کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیسته.

د ښوونځي دغه نوې ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه له ټولو اړینو ملحقاتو سره لري، د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا د ۵ مېليونه افغانيو لګښت سره جوړه شوې ده.

د سيمې خلکو د خپلو ماشومانو لپاره د ياد ښوونځي پر جوړېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت مشرتابه له پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه.

د پوهنې وزارت رهبري د یادې ولسوالۍ د خلکو له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د خدماتو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، استاد حبیب الله خالد د پوهنې وزارت د خدماتو د نوي رئیس په توګه معرفي او رسما یې په کار پیل وکړ.

په دغو مراسمو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۱۳
Background image

په غزني ولایت کې د شمس العلوم دیني مدرسه پرانیستل شوه

د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبرۍ، د یاد ولایت مقر ولسوالي اړوند په خدا نظر کلي کې د شمس العلوم مدرسه تاسیس او د زده کوونکو پرمخ یې د دیني علومو د زده کړې په موخه پرانیستله.

ياده مدرسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو «۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان کړل

د پوهنې وزارت له لوري د آزموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د ښوونیزو بنسټونو اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو « ۸۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه» په دوو پړاوونو کې د آزادې سیالۍ په موخه د. . .

BACK TO NEWS