په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو او مدیرانو خالي بستونو ډکولو په موخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۳
azx

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو ښوونکو او مدیرانو د ۵۳۵ خالي بستونو ډکولو لپاره، له ۸۴۵ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې دغه ازموینه د تدریسي کیفیت لوړولو او د اداري چارو ښه والي په موخه، د شرایطو وړ او با تجربه کسانو د جذب په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، یادو بستونو ته ټولټال ۱۲۳۳ تنو نوم‌لیکنه کړې وه، چې له دې ډلې ۸۵۷ تنه یې د شرایطو وړ وپېژندل شول او په پایله کې ۸۴۵ تنو وکولای شول، په ازموینه کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS