په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
طزرطر

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ یو پلاوی د ازموینې د بهیر د شفافیت او روڼتیا د تأمین په موخه یادو ولایتونو ته واستول شو، څو د ازموینې بهیر له نږدې وڅاري او د چارو د سم ترسره کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
ټاکل شوې ده، چې د یادې سیالۍ په ازموینه کې له لومړي څخه تر لسم مقام پورې ممتازو طلابو ته مناسبې جایزې هم ورکړل شي، ترڅو د هغوی له علمي لاسته راوړنو څخه ستاینه او د لا زیاتو زده‌کړو لپاره یې هڅونه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS