په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه
د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ یو پلاوی د ازموینې د بهیر د شفافیت او روڼتیا د تأمین په موخه یادو ولایتونو ته واستول شو، څو د ازموینې بهیر له نږدې وڅاري او د چارو د سم ترسره کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
ټاکل شوې ده، چې د یادې سیالۍ په ازموینه کې له لومړي څخه تر لسم مقام پورې ممتازو طلابو ته مناسبې جایزې هم ورکړل شي، ترڅو د هغوی له علمي لاسته راوړنو څخه ستاینه او د لا زیاتو زدهکړو لپاره یې هڅونه وشي.
