په کندهار کې د نجونو یو ښوونځۍ پرانیستل شوه او د یو ښوونځی دبنسټ ډبره کیښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۳:۲۸
په کندهار کې د نجونو یو ښوونځۍ پرانیستل شوه او د یو ښوونځی دبنسټ ډبره کیښودل شوه

د پوهنې وزارت، کندهار: د کندهار ولایت د مرکز اړوند د شهید عظیم الله د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه او د شهید عبدالله لومړنۍ ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، مرستیال والي فیصل شیرزي، د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري مسؤل تکاشی مور بیاما، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو او زده کوونکو ګډون درلود.

د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان په وینا د د شهید عظیم الله د نجونو ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ۸ میاشتو په موده کې ۱۰۸ زره امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته جوړه شوي، چې ۸ درسي خونې، ۲ اداري خونې، تشنابونه د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې اسانتیاوي لري.

همدارنګه د شهید عبدالله لومړنۍ ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ملګرو ملتونو د کډ والو چارو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د ۳۴۰ زرو ډالرو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي، چې ۱۲ درسي خونې، ۲ اداري خونې، د زده کوونکو لپاره میز او څوکۍ، د پاکو اوبو څاه او نوري اړوندې آسانتیاوي به ولري.

د یادونې وړ ده چې د ښوونځي د بنسټ ایښودلو په غونډه کې، مرستیال والي فیصل شیرزی، د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان او د ملګرو ملتونو د ادارې مسوول هر یو د تعلیم او روزنې ګټې او په خاص ډول د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړې او د سیمې له اوسیدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان په ښوونځیوکې شامل کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS