پکتیکا ولایت کې د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند په تیرخېل سیمه کې د حقانیه دیني مدرسې لپاره د درسي خونو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسئولینو، درنو علماءکرامو، مشرانو او د یادې ولسوالۍ د عامو خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاده مدرسه چې د ځایي خلکو لخوا په ورکړل شوې څلور جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، اوس پکې له ۱۳۰ تنو څخه زیاتو طلابو ته د زدهکړې چاپېریال برابر شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګندوي او په دې برخه کې د هغوی کړنې ستایي.