پکتیکا ولایت کې د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړ شول

media-moe
Mon, May 12 2025 12:45 PM
یسبل

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند په تیرخېل سیمه کې د حقانیه دیني مدرسې لپاره د درسي خونو جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسئولینو، درنو علماءکرامو، مشرانو او د یادې ولسوالۍ د عامو خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاده مدرسه چې د ځایي خلکو لخوا په ورکړل شوې څلور جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، اوس پکې له ۱۳۰ تنو څخه زیاتو طلابو ته د زده‌کړې چاپېریال برابر شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګندوي او په دې برخه کې د هغوی کړنې ستایي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS