کنړکې د دوه ښوونځيو نوې ودانۍ پرانېستل شوې
د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د کربوړۍ لومړني او د ملاعالم کلی منځني ښوونځیو نوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.
د ښوونځیو د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کنړ والی عبدالستار میرزکوال، د پوهنې ولایتي مسوولینو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
د کنړ والي د یادو ښوونځيو د ودانیو له بشپړېدو خوښي وښوده او ددې او ورته نورو پروژو د تمویل له امله یې له دوست هېواد هند څخه مننه وکړه. هغه له ښوونکو او زده کوونکو دغه راز وغوښتل، چې د ښوونځيو د نویو ودانیو ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو ښوونځيو نوې ودانۍ د ۲۲ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د هندوستان هیواد په مالي مرسته جوړې شوې، چې هره ودانۍ لس درسي ټولګي اونوري اړوندې تولې ښوونیږې آسانتیاوي لرې. چې د یادو ودانیو له پرانېستو سره د شیګل ولسوالۍ سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.
