پوهنې وزیر او په افغانستان کي د "NRC" رئیس په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي ټینګار وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۷:۷
پوهنې وزیر او په افغانستان کي د "NRC" رئیس په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي ټینګار وکړ.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او په (افغانستان کي د کډوالو لپاره د ناروي هیواد استازي) "NRC" رئیس کریستوفر نیامندي سره په لیدنه کي په راتلونکو ټاکنو کي د پوهنې وزارت په بي طرفي ټینګار وکړ.
دا لیدنه چي نن د چنګاښ ۱۹ مه نیټه پوهنې وزارت کي تر سره شوه دواړو لورو په راتلونکو ټاکنو کي د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو مصئونیت یوه اړینه موضوع یاده کړه.
پوهنې وزیر ټینګار وکړ چي د ښوونځيو، ښوونکو، زده کوونکو او په ټولو کي د پوهنې کارکوونکو او ادارو مصئونیت د پوهنې وزارت د مشرتابه له لمړیتوبونو څخه دي.
کریستوفر نیامندي د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل تر څو د افغان ماشومانو په ګټه د ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو ساتني ته پاملرنه او په راتلونکو ټاکنو کي يي د دوي پر بي طرفي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ۱۰,۰۰۰ لیټره پټرولو او ۶,۵۰۰ لیټره ډیزلو تیلو ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د تېلو ټانک لرونکي چې د قرارداد ترلاسه کولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- پوهنې وزارت د مسلکي او وړ کادرونو د ګومارنې په موخه، د غوښتونکو د تحصیلي او کاري اسنادو له دقیقې ارزونې وروسته، د ښوونیز نصاب د ۲۲ تخنیکي او تخصصي بستونو لپاره له ۱۶۰ تنو داوطلبانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۵۴
Background image

په لوګر ولایت کې له یو باب ښوونځي سره د ۱۶۳ زره افغانیو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې لوري، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند له مغل‌خېلو لیسې لپاره د ۱۶۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې ده.
د مسوولینو په وینا، له دغې مالي مرستې سره ۲۵ لرګینې دروازې. . .

BACK TO NEWS