د لوګر د خوښۍ د هلکانو لېسې ته نوی آمر معرفي شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۱:۲۲
د لوګر د خوښۍ د هلکانو لېسې ته نوی آمر معرفي شو

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د خوښۍ د هلکانو لېسې ته د آزادې سیالۍ له لارې په رسمي ډول نوی آمر معرفي شو.
د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د تفتیش مدیر ربیع الله نائب خیل، یو شمېر قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه. 
د خوښۍ د هلکانو لېسې نوی ټاکل شوی آمر محمد جمیل نومیږي، چې د آزادې سیالۍ له لارې پر دې دندې ګمارل شوی دی.
هغه د لوګر دارالمعلمین د انګلیسي په څانګه کې نیمه لوړې زده کړې کړي او له دې مخکې د څرخ ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکی و. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له نوي آمر څخه وغوښتل، چې د پوهنې وضعیت د ښه والي او د خوښۍ لېسې د پرمختګ لپاره کار وکړي.
له دې مخکې د خوښۍ د هلکانو د لېسې آمر شاه حسین و، چې نوموړی څه موده مخکې د عمر د ډېروالي له امله تقاعد شوی. 
د یادې لېسې نوي آمر محمد جمیل ژمنه وکړه، چې چارې به د پوهنې وزارت د قوانینو له مخې پرمخ وړي او د پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره به کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS