د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت به د بیان خیلو نجونو ښوونځي ته د اریوب خیریه بنسټ له لوري ودانۍ جوړه شي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۰:۴۶

پوهنې وزارت_پکتیا: د پوهنې رئیس چې نن ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ ته سفر درلود د بیان خیلو نجونو ښوونځي د بنسټ ډبره یې کېښوده. د یادې ودانۍ د جوړولو لګښت به د اریوب خیریه انکشافي بنسټ له لوري ورکول کیږي. د همدې بنسټ یو تن مسؤل وویل چې په دې سیمه کې د نجونو ښوونځي ودانۍ ته اړتیا درلوده نو په همدې اساس به ورته ودانۍ جوړوو.
نوموړي وړاندې وویل:
(( نوم مې فتاح ځاځی دی، د اریوب خیریه انکشافي مؤسسې مشر، دغه ودانۍ به د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت جوړیږي چې ټولې به ۱۲ خونې ولري او دوه پوړه به وي شاوخوا څلور پنځو میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسیږي))

ددې تر څنګ د سیمې یو تن اوسیدونکي خنان په خپلو خبرو کې وویل چې ددې ښوونځي لپاره زیاته اړتیا وه چې ودانۍ ورته جوړه شوې وئ ځکه د نوموړي په آند نجونو په ډېر سخت حالت کې خپلې زدکړې پر مخ وړلې، نو له همدې کبله یې له ټولو هغو اشخاصو خوښي او مننه کوله چې په دې برخه کې یې همکاري کړې وه.

د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په همدې مناسبت په خبرو کې وویل:
((مونږ له ټولو هغو سرچینو خصوصاً د اریوب خیریه بنسټ څخه مننه کوو چې د زده کوونکو لپاره د غوره چاپیریال برابرولو په پار ودانۍ جوړوي او مرسته کوي، له نورو تجارانو او ملي سوداګرو مو هم هیله ده چې د پوهنې دې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړي))

دا لومړی ځل نه دی چې د یاد بنسټ له لوري ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي بلکې له دې وړاندې یې د ګل غوندۍ نجونو ښوونځي ته هم د پنځلس میلیونو افغانیو په ارزښت ودانۍ جوړه وه، د یاد ښوونځي ودانۍ دوه پوړیزه وه او ټولې یې ۱۳ درسي خونې درلودې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS